
کابل، د غبرګولي ۴مه، باختر
د پنجشېر د سیندیزې حوزې مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د سیند غاړې د ټینګښت پروژې چارې د دغه ولایت والي محمد آغا حکيم او د یاد ولايت د سیندیزې حوزې مسوولينو په شتون کې پیل شوې.
د د یادې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې د پنجشېر د فرعي سیندیزې حوزې رییس عبدالله آخند زاده د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په دغه پروژه کې د اوبو بندونه هم شامل دي چې د اسلامي امارت له لوري د ۳۷۴ زره ډالرو په لګښت د یاد ولایت په زمانکور کلي او د شتل او عنابې ولسوالیو په ځينو کلیو کې پلې کېږي.
په ورته وخت کې د پنجشېر اوسېدونکي د ټولګټو پروژو له پیلېدو خوښ دي او ټينګار کوي چې مسوولین دې د یادو پروژو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.
جهانیار