امنیت

لس ډار اچوونکي په کوڼر کې ووژل شول .

اسعداباد دمرغومي ۱۸  باختر
لس ډار اچوونکي دهېواد په ختیځ کې په هوایی برید کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تیره شبه د څوکۍ ولسوالۍ  کې ددوی په پټنځي کې هغه وخت برید وشو چې دیو لړ ډار اچوونکو بریدونو په سازمان ورکولو بوخت وو.
د هېواد په ختیځ د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په دغه هوایی برید کې د طالبانو ډلې پورې اړوند لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
هغه وویل دغه ډار اچوونکي په کوڼر ولایت کې په یو لړ ډار اچوونکو په طرحه کولو بوخت وو چې برید پرې وشو .
په دغه برید کې ددغو ډار اچوونکو پټنځای له ټولو جنګي وسایلو سره لمنځه لاړ .
د یو بل خبر له مخې په کوڼر ولایت کې دطالبانو د ډلې یوه ډیپو ه کښف شوه .
د جنګي وسایلو دغه ډیپو په  ماڼوګي ولسولۍ کې ساتل کیده .
پولیس وایی چې په ډیپو کې د طالبانو سپک او درانده جنګي وسایل کشف شول .
د یو بل خبر له مخې پولیسو د کوڼر په ګڼ میشتو لارو کې د دیارلسو ماینونو په کشفولو سره د یو لړ چاودنو مخه ونیوله .
دطالبانو ډله ددغو ماین ښخولو عامل بلل شوې ده . سعیده 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته