
کابل، د زمري ۱۱ مه، باختر
د پنجشېر د ټولګټو چارو ریاست د دغه ولایت د عمومي سړک د ترمیمولو کار پرون پیل کړ.
د پنجشېر د ټولګټو چارو رییس عبدالحلیم آغا باخترآژانس ته وویل چې په دې پروګرام کې ټاکل شوې، دغه سړک د شتل ولسوالۍ له دالان سنګ څخه د درې ولسوالۍ د چلپاوي تر بازاره پورې د ۷۰ کیلو مترو په اوږدوالي ترمیم شي.
هغه وویل چې په دې پروګرام کې د دغه سړک ویجاړې شوې سیمې د ټولګټو چارو ریاست د تخنیکي ټیم له خوا ترمیمېږي.
د پنجشېر د ټولګټو چارو رییس د فواید عامې وزارت له خوا د ۳ میلیونو اووه سوه زرو افغانیو په لګښت د یوې بلې پروژې د تطبیقولو خبر ورکړ.
د یو بل خبرله مخې، د پنجشیر د چاپیریال ساتنې ریاست په دغه ولایت کې د تېرتاریخ توکو د پلورنې مخه ونیوله.
د پنجشېر د چاپیریال ساتنې رییس محمد محفوظ کوهستاني وویل چې د دغه پروګرام په بهیر کې د خوراکي توکو د پلورنې، قصابي دوکانونو او درملتونونو څخه څارونه وشوه.
هغه وویل چې د دغه نظارتي پروګرام هدف د تېرتاریخ خوراکي توکو د پلورنې مخنیوی او د پلورونکو په تېره بیا د قصابیو له خوا د روغتیا ساتنې رعایتول دي.
ج