ورزش

دعينکو دمسو دکان دکرکټ ټيم د امير بند ټيم ته ماتې ورکړه .

کابل باختر  د چنګاښ  يو ويشتمه

  په کابل ښارکې دزونونو  دکرکټ دسياليو په دوام پرون مازيګر  د امير بند او دعينکو دمسو دکان ټيمونو لوبه وکړه .

 باختر اژانس ته دهيواد دکرکټ بورد درسنيو دمسوول فريد هوټک د څرګندونو له مخې  لوبه لومړۍ دعينکو دمسو دکان ټيم پيل کړ او په ٤٨ اورونوکې يي د ټولو لوبغاړو په  له لاسه ورکولو سره د امير بند ټيم ته دوه سوه نهه پنځوس منډي هدف وټاکه چې د امير بند ټيم ونه  کړاي شول ورکړ شوي هدف پوره کړي او ديو سلو اووه ويشتو منډو  په جوړولو سره يي ماتې وخوړه .

 ددغو سياليو په دوام  نن  دکابل دکرکټ   په ډګر کې  دآمو او سپين غر  ټيمونه او دبګراميو په ډګر کې دعينکودمسو دکان ټيم او دبست ټيم لوبه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته