
کابل، د زمري ۱۷مه، باختر
د پنجشېر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې نږدې ۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس عبدالحمید نوري د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې ۱ میلیون ۸۰۰ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته جمع کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه عواید یې د پُستي خدمتونو له لارې ترلاسه کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
د یادونې وړده، چې دغه ریاست غواړي په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي او له دې لارې خپل عواید هم پراخ کړي.