
۴-کابل، د غوايي ۲۶مه، باختر
د پنجشېر د پاسپورټ ادارې مسوولین وايي، چې د روان کال په دوو میاشتو کې یې نږدې ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه ادارې رییس مولوي عبدالرشید راشد باختر آژانس ته وویل، چې روان کال د وري او غوايي میاشتو کې یې ۱۳ زره ۸۶۶ پاسپورټونه وېشلي، چې له درکه یې ۱۴ میلیونه، ۶۱۳ زره ۷۵۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
راشد زیاته کړه، چې د فساد مخه یې په بشپړه توګه نیولې او چاته به اجازه ورنه کړي، چې د پاسپورټ ترلاسه کولو بهیر کې خنډونه رامنځته کړي.
لمر