امنیت

دهرات دوالي په دفتر په راکټي بريدونو کې يوتن ووژل شو او ٧ تنه ټپيان شول.

کابل  باختر  د  غبرګولي د مياشتې ٢ :
دهرات دوالي دکار په  دفتر دراکټي بريدونو له امله  يو تن ووژل شو او  ٧ تنه نور ټپيان شول.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي دباخترآژانس ته وويل :  دبې  ام _ ١  توغندي ٥ ماينونه چې په يوه ليږدونکې واسطه کې ځاى پرځاى  او دولايت  ودانۍ ته مخامخ درول شوى و ، دچاودنې له امله يو ځوان ووژل شو او دولايت دروازه په قسمي ډول ويجاړه شوې ده.
په همدې حال  کې دهرات ښار دمرکزي روغتون اداري مدير محمدرفيق شيرزى وايي  چې په دې پيښه کې دوه ماشومان ، دپوليسو يو ساتنمن او څلور تنه نور ځوانان ټپيان شوي دي.
شيرزي وويل :  چې په دې پيښه کې وژل شوى  ځوان   څه ناڅه  ٣٠ کلن و  چې تراوسه پورې هويت يې نه دى تثبيت شوى .
خوله بلې خوا عيني شاهدان وايي  چې يرغلګر په دې بريالى شوى دى  چې له دغې ريکشا څخه دوه  توغندي دهرات ولايت  دودانۍ په لور وتوغوي.
تراوسه پورې  ددغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى   خوسيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان دپيښې مسوول بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته