امنیت

دملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان شول

کابل باختردتلي دمياشتې  ١٣ :
په غورولايت کې پرون دماين دچاودنې له امله  دملي اردو  دوه تنه منسوبين شهيدان شول.
ددفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ، دغه ماين چې دوسله والو طالبانوله خوا دغور ولايت  دپسابندولسوالۍ  په مربوطاتو کې په يوسړک  کې ځاى پرځاى شوي و دملي اردو دمنسوبينو دګزمې دتيريدوپه وخت کې  وچاوديد  چې له امله يې دملي اردو دوه تنه منسوبين شهيدان شول .
دغه رازدهلمند ولايت  دناوي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماين   دچاودنې له امله  دملي اردو يوتن منسوب ټپي شوى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته