کابل، د لړم ۲۹مه، باختر
د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هلو ځلو په ترافيکي پېښه کې رامنځته شوې د قتل موضوع حل او د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه.
ياده پېښه د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د سنګرمانده په سيمه کې رامنځته شوې وه چې د ياد ولايت د ترافيکو مديريت له لوري په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د شهر صفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته راجع شوه.
يادې محکمې د قتل دا پېښه د دیني عالمانو او سپین ږیرو په منځګړيتوب سره د مقتول (قائم د روستم خان زوی) چې د پروان ولايت د شينوارو ولسوالۍ د نوآباد کلي اوسېدونکی و د وارثینو او د ۵۸۰ ډوله موټر د مالک (عبدالوارث حاجي سيف الدين زوی) ترمنځ له تحقيق او څېړنې وروسته په سوله حل کړه چې په پايله کې يې قاتل ته بخښنه وشوه، ياده پېښه او موضوع د دواړو لوریو په رضايت او خوښۍ سره پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هلو ځلو دا اتمه د قتل پېښه او موضوع ده چې حل او فصل کېږي.