
کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر
د پنجشېر د ۷ ولسوالیو لپاره نویو امنیه قوماندانانو او ولسوالانو نن د یوې غونډې په ترڅ کې رسماً خپلې دندې پیل کړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د پنجشېر والي محمد محسن هاشمي وويل، چې په اسلامي امارت کې اطاعت اساسي اصل دی.
مولوي هاشمي په خپلو خبرو کې د پخوانيو ولسوالانو او امنیه قومندانانو د کارونو ستاينه وکړه او نويو مسوولينو ته يې د برياليتوب دعا وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په خپلو چارو دقت او په پوره همغږۍ خپلې چارې مخته یوسي.
ورپسې د کورنيو چارو وزارت د تشکيل او تطبيق رئیس مولوي محمد حنیف ملنګ وویل، چې اوس په ټول پنجشېر کې امنیت تأمین شوی او د اسلامي امارت مشرتابه هڅه کوي، چې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ د پنجشېر د خلکو امنیت هم تأمین کړي.
لمر