امنیت

په بغلان ولايت کې ديوه ماين ښخوونکى وژل کيدل.

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
يو ماين ښخوونکي پرون دپلخمري ښار په مربوطاتو کې دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شو.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول اکبر سالنګي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړي يو ماين په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى کړى و او نيت يې درلود چې دپلخمري ښار دخپلې خوښې سيمې ته وليږدوى او ځاى پرځاى يې کړي چې ماين د دهنه غوري دعلاو الدين په کلي کې دلارې په اوږدوکې وچاوديد او ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه دغه سړي درې اوونۍ مخکې يو ماين په بايسکل کې ځاى پرځاى کړى و او دپلخمري دجيل تر څيرمه وچاوديد چې يو شمير ملکي وګړي يې په خاورو او ونيو ولړل او لت پت کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته