سیاستخبرونهټولنهTOP

د پنجشېر مسوولين: د احمدشاه مسعود مقبرې ته د اوښتو زيانونو ادعا حقيقت نه لري

 کابل، د لړم ١٥ مه، باختر

د پنجشېر سيمه ييزو مسوولينو د احمدشاه مسعود د مقبرې ډبرې ته د اوښتي زيان ادعا رد کړه.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نصرالله ملک زاده وايي، چې د احمد شاه مسعود مقبرې ته د چا له خوا هېڅ زيان نه دى اوښتى او دغه ادعا یې مغرضانه وبلله او زیاته یې کړه، چې د دغه ارامګاه د مؤظفو ځواکونو له لوري ساتل کېږي.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دغه راز وویل، چې د ټولنيزو شبکو له لارې د احمد شاه مسعود آرامګاه د ډبرې د ويجاړولو په اړه يو شمېر مغرض او فرصت غوښتونکي کسان د جعلي ويډيوګانو په جوړولو سره غواړي عامه ذهنونه ګډوډ کړي او اسلامي امارت بدنامه کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستيو کې ادعا وشوه چې د يو شمېر مغرضو کسانو له خوا د احمدشاه مسعود د مقبرې ډبرې ته زيان اوښتى دى.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا