سیاست

د اعلیحضرت غازي امان الله خان د زوی شهزاده احسان الله د فاتحې مراسم په ارګ کې پرځاى شول

کابل_باختر د زمري د مياشتې١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د غازي امان الله خان د زوی شهزاده انجنیر احسان الله د فاتحې په مراسموکې چې د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د فاتحې په دغو مراسموکې چې پر شهزادګۍ هندیا سربېره د غازي امان الله خان د کورنۍ ځینې غړو، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سید یوسف حلیم، د کابینې یو شمېر غړو، د جمهوري ریاست سلاکارانو، پخواني جمهوررئیس حامد کرزي، د مشرانو جرګې رئیس او د ملي شورا ځینو غړو، د عالمانو د سراسري شورا رئیس او یو شمېرغړو او ملکي او نظامي مقاماتو حضور درلود، د مرحوم شهزاده احسان الله روح ته یې دعا وکړه.
شهزادګۍ هندیا د فاتحې د مراسمو په پای کې د اعلیحضرت غازي امان الله خان د زوی مرحوم شهزاده انجنیراحسان الله د شخصیت او ښېګڼو په اړه معلومات ورکړل او د هېواد له جمهوررئیس او ټولو حاضرینو څخه یې د فاتحې په مراسموکې د ګډون له امله مننه وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته