خبرونهاقتصادټولنه

د پنجشېر په ځینو برخو کې د سلام مخابراتي شبکې بیا فعالې شوې

کابل، د زمري ۲۴ مه، باختر

د پنجشېر ولايت د افغان تیلي کام د ادارې مسوول وايي، د سلام مخابراتي دستګاه چې نن د دغه ولايت په درې ولسوالۍ کې د تالنده او برېښنا، بارانونو او سختو بادونو له امله بنده شوې وه، د دغې ادارې د هڅو په پايله کې بېرته فعاله شوه.

په پنجشېر کې د افغان ټيلي کام د دفتر مسوول سيد عبدالاحد هاشمي وويل، چې په ياده ولسوالۍ کې دغه دوه پایې له يوې مودې راهيسې بندې شوې وې، خو د ده او تخنيکي ټيم د هلو ځلو په پايله کې بېرته فعالې شوې.

هغه زياته کړه، چې ياد سايټونه د دې سبب شوي وو، چې  د ولسوالۍ مرکز مخابراتي سیستم  د کليو او د عبدالله خېلو کلي د لنډې مودې لپاره مخابراتي سیستم پرې شي.

هغه وویل چې همدا اوس دغه مخابراتي سایټونه فعال دي او په یاد برخه کې د اوسېدونکو ستونزې لرې شوې دي.

ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا