خبرونهامنیت

د پنجشېر پوليس: عنايت الله سنګر د شخصي دښمنۍ په پايله کې وژل شوى دى

 کابل، د تلې١٠ مه، باختر

د پنجشېر امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز بازارک په مربوطاتو کې  د امنیتي ځواکونو له خوا د عنایت الله سنګري وژل کېدلو ادعا رد کړې ده.

د پنجشېر د لومړۍ امنيتي حوزې آمر محمد شفا کوهسار د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې عنایت الله سنګر د امنیتي ځواکونو له لوري نه بلکې په شخصي دښمنۍ کې وژل شوی دی.

کوهسار څرګنده کړه چې د پوليسو څېړنه دوام لري او د دغې وژنې عاملين به ډېر ژر ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر مغرضو رسنيو له کوم سند پرته ادعا کړې، چې عنايت الله سنګر د اسلامي امارت د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوى دى.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا