کابل باختردلړم اتمه :
د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ په قلعه ولي کلي کې د امنيتي ځواکونو په هوايي بريدکې اته ډار اچوونکي ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول او د دښمن يو دوه اتيا متري توپ او يوه ليږدونکې واسطه ويجاړه شوې ده.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په تيرو څلور ويشتو ساعتوکې د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د نويد- ٢٤ د ګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې په عملياتوکې شاملو ځواکونو د خوال، دکو او شاتوت کلي تصفيه او لټولې دي او دغه راز په الملک کلي کې يې درې پوستې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړې دي او عمليات په خپل قوت سره دوام لري .
1 1 دقیقه لوستل