ټولنه

له ورکړل شوي پلان او نقشې سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي”

میدان ښار دسلواغی نولسمه باختر
د میدان وردګو والي په مرکز میدان ښار کې د « شهرنو» ښارګوټي پروژې مسولینو ته خبرداری ورکړ، چې د ورکړل شوي پلان او نقشې مطابق کارونه ترسره کړي.
حیات الله حیات پرون د شهرنو» ښارګوټي چارې وکتلې او مسولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.
هغه وویل، چې د ښارګوټي مسولین دې د نقشې مطابق دشنوې سیمو، وړکتون، ښوونځي او د لوبو لوبغالو لپاره ځایونه ځانګړي کړي.
د رارسيدلوحبرونو له مخې په شهرنو ښارګوټې کې د نقشې خلاف د شنو سیمو، ښوونځي، وړکتون او د لوبو لوبغالو ځمکو کې د نقشې خلاف کورونه جوړ شوي دي.
حیات د ښارګوټي مسولینو ته وویل، چې د نقشې او پلان خلاف چاره ورته د منلو وړ نه ده او د نقشې مطابق دې ددغو ځایونو لپاره ځمکې مشخصي او د هغو پر ځای دې جوړې شوې ودانۍ ونړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته