سیاست

جمهور رئیس غني استاد عبد رب الرسول سیاف ته د اختر مبارکي وویله

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ١٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني له بېلابېلو خلکو او سیاسي او جهادي شخصیتونو سره د اختر مبارکیو په لړ کې پرون مازدیګر جهادي رهبر استاد عبدرب الرسول سیاف ته د هغه په کورکې د اخترمبارکي وویله.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني او جناب استاد سیاف په دې کتنه کې یو بل ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ویلو په ترڅ کې، د هېواد د روانې اوضاع په هکله هم خبرې او بحث وکړ.
په دې کتنه کې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي هم حضور درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته