ټولنه

په روزګان کې اړو کورنيو ته دوچې ډوډۍ دويشلو لپاره هلې ځلې دوام لري

کابل / دثور١١مه /باختر :
په روزګان ولايت کې  په زرګونو اړوکورنيو د وچې ډوډۍ  دويشلو لپاره هلې ځلې دوام لري .
  دترينکوت ښاروال وايي  ټاکل شوې ده حکومت په روزګان کې په ٩٠٠٠ اړو کورنيو هره ورځ وچه ډوډۍ وويشي .
ټاکل شوې ده په روزګان کې  په اړو کسانو دوچې ډوډۍ  دويشلو بهير ترراتلونکو څو ورځو پورې پيل شي .
دترينکوت ښاروال  نعمت الله بختيار باختراژانس ته وويل  چې دوى په روزګان کې   ٩٠٠٠ کورنى  سروې او اړې بللې دي  اوټاکل شوې ده  په هېواد کې  دکرونا بحران  تر پاى ته رسيدو پورې په وړيا ډول ډوډۍ ترلاسه کړي .
حکومت  دکرونا ويروس  دخپريدو او له دې امله درامنځته شوي اقتصادي بحران په خاطر په اړو کورنيو دوچې ډوډۍ  دويشلو لپاره  پروګرام ترلاس لاندې نيولې دى .
ختم _ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته