
کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر
د پوليسو ٣٠٠ تنه سرتيري اوافسران په ننګرهار کې د جنرال زړه ور زاهد له پوځي اکادمۍ څخه له فراغت وروسته د هېواد په ختيځ کې په پوځي قطعاتوکې د امنيت د تامينولو او له تروريزم سره د مبارزې لپاره وګومارل شول.
دغو پوځيانو د افغان ښوونکو تر نظر لاندې پوځي زده کړې کړي دي .
د ننګرهار والي وياندعطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې دغه پوځيان له پوځي زده کړو وروسته نن دهېواد په ختيځ کې د سرتيرو او افسر په توګه وګومارل شول.
دغو پوځيانو د لوړې له ترسره کولو وروسته وويل چې د هېواد د خلکو د امنيت د تامينولو لپاره به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
-ج-ا