ورزش

د پنځو زونونو دکرکټ لوبغاړي ارزيابي کيږي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٧
دهيواد کرکټ بورد اتلسو کلونو ټيم ته د غوره څيرو د انتخابولو لپاره،دپنځو زونونو دکرکټ لوبغاړي ارزيابي کوي .
دکرکټ بورد ويندوى فريد هوتک دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه ارزيابي پرون په کابل ولايت کې پاى ته ورسيده او وروسته په کندز کې په آمو زون کې دغه ارزيابي ترسره کيږي.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې :- په پاى کې به١٠ غوره څيرې داتلسو کلونو دټيم غړيتوب ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته