امنیت

په فراه کې د يوولسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

فراه باختر د غبرګولي اوولسمه :
يوولس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار کله يې چې غوښتل دفراه ښار په يوه واټ کې ماين ښخ کړي، د پوځيانوله خوا پرې ډزې وشوې .
په فراه ولايت کې يوې امنيتي سرچينې باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې يولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول . 
ده وويل: دغوطالبانو دفراه ښار په يو واټ کې ماينونه ښخول چې بريد پرې وشو.
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو نن سهار د فراه ولايت په يوه ګڼ ميشته سيمه کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته