اقتصاد

په پکتیا کې د اوبو دوه بندونه جوړ شول

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
د پکتیا د مرکز ګردېز په تېري لېوانو سیمه کې د اوبو زېرمه کولو دوه بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په پکتيا کې د ۱۵،۹ میلیونو افغانیو په لګښت د چراغ ژورې او تیرې کوتل چیک ډیمونه جوړ شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه بندونه له موسمي سېلاوونو څخه د کرنيزو ځمکو د تخریب مخنیوی، د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبول او تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې پورته کولو په موخه جوړ شوي دي.
د پکتیا والي محمد حلیم فدايي وايي چې یاد بندونه د اوبو چارو د تنظیم ادارې په مالي ملاتړ د نږدې ۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت رغول شوي چې۱۶۰ هکتاره ځمکه به ورسره خړوب او ۸۰۰ کورنۍ به يې له ګټې برخمنې شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته