ښوونه او روزنه

د پوهنتونونومطالب الکترونیکي کيږي

کابل باختر دمرغومي٢٧
ټاکل شوې ده د افغانستان د پوهنتونونو کتابونه، د استادانو مقالې او څیړنیزې رسالې په الکترونیکي بڼه واړول شي او د انټرنیټ له لارې د لوستونکو په واک کې ورکړى شي.
دلوړووزارت دخپرونورياست باخترآژانس ته خبرورکړ.
لوړو زده کړواو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ترمنځ پرون هوکړه لیک لاسلیک شو چې پر بنسټ به یې په کابل پوهنتون کې د کتابونو د ډیجټل کولو الکترونیکي مرکز جوړ شي چې د افغانستان د ملي ژبو ټول کتابونه او مقالې به په الکترونیکي بڼه واړوي.
په هغې غونډه کې چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر په ګډوڼ د لوړو زده کړو وزارت کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر پوهنمل ډاکتر نجیب الله خواجه عمري وویل د الکترونیکي حکومتوالۍ پیاوړتیا او د ټکنالوژۍ بنسټونو پراختیا د دواړو وزارتونو ګډه موخه ده او دغه هوکړه لیک، دغو موخو ته د رسېدو په برخه کې د دواړو ارګانونو ژمنه څرګندوي.
پوهنمل خواجه عمري وویل دلوړو زده کړو وزارت په اکاډمیکه برخه کې له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي دي او په دې برخه کې ګټور پروګرامونه ترلاس لاندې لري. ده زیاته کړه د کتابتونونو په الکترونیکي کولو سره به د کتابونو د محدودیت ستونزه له منځه لاړه شي او ټول هېوادوال به وکولی شي په هر ځای کې د انټرنیټ له لارې په ملي ژبو لیکل شویو کتابونو ته لاس رسی وکړي.
په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي وویل اوس د ټکنالوژۍ دور دی او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ژمن دی چې په هېواد کې د بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه لوړو زده کړو د پیاوړتیا په موخه ګټور پروګرامونه پلي کړي.
اریوبي وویل: په کابل پوهنتون کې د کتابتونونو د الکترونیکي کولو مرکز جوړول به څلور میاشتې وخت ونیسي او ورسته به د کتابونو د الکترونیکي کولو چارې پیل شي. هغه زیاته کړه دوی د دغه هوکړه لیک له مخې د دغه مرکز د سمبالښت او اړوندو برخو کې د کارکوونکو د روزنې چارې پر غاړه لري.
د لوړو زده کړو وزارت دمعلوماتي ټکنالوژۍ درئیسې شکریې جمال په وینا د کتابونو د الکترونیکي کولو دغه مرکز د ۱۰ میلیونو کتابونو او سندونو د اړولو ظرفیت لري چې په لومړي پړاو کې به یې ۱۰ زره کتابونه ډیجټل شي. ده همدارنګه زیاته کړه: دغه کتابتون به د لوړو زده کړو وزارت ویب پاڼې له لارې د لوستونکو په خدمت کې وي.
هغې وویل د لوړو زده کړو وزارت ویب سایت له پخوا څخه د نورو نړیوالو الکترونیکي کتابتونونو سره هم وصل دی او لوستونکي کولی شي ورڅخه ګټه واخلي.  
د دغه مرکز په جوړولو ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له خوا ورکول کیږي.پاى- ع  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته