اقتصاد

دبدخشان ولايت په څلورو ولسواليو کې دخوراکي توکو بيې لوړې شوې دي .

کابل باختر د زمري  شپږ ويشتمه ::
دبدخشان ولايت  دڅلورو سرحدي ولسواليو دمواصلاتي لارو  تړلتيا  دخوراکي توکو دبيو دلوړوالې  سبب شوې ده .
  دبدخشان دولايتي شورا غړي احمدجاويد مجددي  دباختر اژانس خبريال ته وويل د تيرګران په پوځي اډه کې  دکورنيو او بهرنيو طالبانو پراخ شتون او دبدخشان ولايت  په وردوج ولسوالۍ کې  په دې وروستيو وختو کې دسيلاونو دراوتلو  له امله  په کزبي ساحه کې  ديوه پله  ويجاړيدل ددې سبب شوى دى چې د اشکاشم  ، واخان ، زيباک او دشغنان دولسواليو مواصلاتي لارې  وتړلې شي او دخوراکي توکو بيې  ډيرې لوړې شي .
  مجددي  له دولت څخه وغوښتل چې ډير ژر دتاجکستان دپولي له لارې دغو ولسواليو ته  خوراکي توکي ورسوي  او دخلکو ستونزې حل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته