
کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
نن د سلواغې څلورمه نېټه د پوهنې نړيواله ورځ ده.
د پوهنې وزارت په همدې مناسبت خپل ولس او نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت تعليم او زده کړه حاصلول د هر افغان لپاره اړین بولي او هڅه کوي، چې خپل ولس ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.
اسلامي امارت په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت له اقتصادي محدوديتونو او ستونزو سره، سره توانیدلی، چې په ټول هېواد کې ۱۹ زره ښوونځي، ۱۳ زره ديني مدارس او سیمه یيزدرسي ټولګي، د چټکو زده کړو او لیک لوست د زده کړې زرګونو مراکز فعال وساتي.
دا مهال د یاد وزارت په چوکاټ کې لس ميليونه زده کوونکي چې څه د پاسه دوه نیم میلیونه يې نجونې دي، په ارامه فضا كې زده کړې کوي، چې د دوه نیم لکه ښوونکو له لوري، چې ۹۲ زره يې ښځينه دي، ورته تدریس کېږي.
د پوهنې وزارت په نړيواله ټولنه هم غږ کوي، چې له څلوېښت کلن بحران څخه راوتلی افغانستان په ښوونيز ډګر کې یواځې پرېنږدي او ځوان افغان نسل ته د ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکار و اوسي.
افغان ولس هم دنده لري، چې خپلو بچيانو ته د ښوونې او روزنې د فرصتونو او اسانتیاوو په برابرولو کې له پوهنې وزارت سره ملاتړی و اوسي.
د هېواد ځوانانو ته سپارښتنه کوو، چې خپل علمي رسالت درک او په خپلو زده کړو کې لا ډېر هڅاند او متوجه و اوسي.