نړۍ

امريکا له نشه يي توکوسره دمبارزې په لاره کې له تاجکستان سره پولى مرسته کوي.

کابل  باختردلړم دمياشتې ٧ :
په تاجکستان کې دامريکا نوې سفيره سوزان اليوت اعلام کړى دى  چې هېواد يې دتاجکستان او افغانستان په پوله کې دامنيت دټينګښت په مقصد  لس مليونه ډالره دتاجکستان په واک کې ورکوي.
دنړيوالو خبري منابعو دخبرله مخې، دامريکا نوې سفيرې ويلي دي  چې امريکا دنشه يي توکو او انسان دقاچاقو دمخنيوي  اودافغانستان اوتاجکستان ديو زرو درې سوه څلور څلويښت کيلومتري پوله کې دتروريستي کړيو دنفوذ  دمخنيوي په مقصد څه ناڅه لس مليونه ډالره ددوشنبې په واک  کې ورکوي.
دغه راز  دامريکا سفيرې څرگنده کړه چې هېواد يې اوس افغانستان ته دپوځي  تجهيزاتو دليږدونې په  خاطر دتاجکستان له لارو څخه استفاده کوي  اوپه تاجکستان کې دامريکا دپوځي اډې دجوړولو په باب خبرې دکار په لارښود کې نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته