امنیت

په جوزجان کې د چاودنې مخه ونيوله شوه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٥  :
په جوزجان ولايت کې ديوې  چاودنې مخه ونيول  شوه.
امنيتي  مامورين وايي  هغه بم يې کشف کړ چې دعيدمحله په سيمه کې ځاى پرځاى شوى و.
دغه بم پرون ناوخته  دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف شوى دى.
دجوزجان ولايت  امنيه قوماندان  جنرال رحمت الله ترکستاني  دباخترآژانس خبريال  ته وويل ؛  طالبانو غوښتل ددغه بم په  چاودنې سره  په ملکي وګړو خونړۍ بريد وکړي  خو بريالي نه شول.
ديوبل خبرله مخې :  اووه تنه وسله وال طالبان  په  جوزجان ولايت کې دنويو  جګړو په بهيرکې ووژل شول.
دغه  طالبان تيره شپه د جوزجان ولايت په ځينو سيمو کې له پوځيانو سره  په جګړه کې  وژل شوي دي.    پوليس وايي په دې جګړو کې  پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.          

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته