خبرونهTOPښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت د ښوونکي نړیواله ورځ د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ونمانځله

کابل، د تلې۱۳مه، باختر

د پوهنې وزارت د تلې ۱۳مه، چې د ښوونکي د نړیوالې ورځې سره سمون خوري د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ونمانځله.

دغه غونډه، چې نن د کابل ښار په اماني لېسه کې جوړه شوې وه د ریاست الوزرا د اداري مرستیال او د چارو ادارې د لوی رئیس په ګډون د کابینې یو شمېرغړو او نورو حکومتي چاراکو په کې ګډون کړی وو.

د ریاست الوزار اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې وویل، چې ښوونکي د ټولنې روزنکي او په نړۍ کې د ټولو پرمختګونو سرچینه ګڼل کېږي.

حنفي زیاته کړه، چې امير المومنين په پام کې لري، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې یوه یوه ستره دیني مدرسه جوړه کړي، چې هره یوه به یې د ۱۰۰۰ تنو زده کوونکو ظرفیت ولري او د لیلیې له ټولو امکاناتو څخه به هم برخمنې وي.

نوموړي نیوکه وکړه، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو د ژوند ښه کېدو او پوهنې په برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی، چې له کبله يې اوسمهال په هېواد کې کابو ۵ ميليونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې يو ميليون يې ښځې او ماشومان دي، او د روږدو کسانو ډېری برخه لوستي کسان دي.

دغې غونډې ته د پوهنې وزارت سرپرست د رالېږل شوي پیغام په یوه برخه کې د ښوونکي ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ویل شوي، چې اوسمهال په ټول هېواد کې ۲۴۷ زره ښوونکي په دندو بوخت دي او په عالي روحيه د هېواد بچیان روزي.

د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت سرپرست معین او د دفتر عمومي رئیس مولوي عبدالخالق صادق وویل: «ښوونکی د ټولنې زړه دی او زده کوونکي په دې زړه کې امانت دي او د پوهنې وزارت د ښوونکو مادي پالنې او معنوي ارتقا ته ژمن دی».

چارو ادارې لوی رئیس شیخ مولوي نورالحق انور وویل: «که ښوونکي خپل مسؤليت په سمه او ښه توګه ادا کړي، نو په ټولنه کې شته ناخوالې به له منځه ولاړي شي».

نوموړي زیاته کړه: «زموږ د ټولنې د احتياج والي اصلي لامل دا دی، چې موږ د تعليم په برخه کې څومره چې لازم دی، مزل نه دی کړی».

د یادونې وړ ده، چې د دولتي ښوونځیو استازي په دغه غونډه کې د اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه، چې د افغان ښوونکو د ستونزو د حل او د معاش د ډېرېدو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا