امنیت

يو فراري بندي په تخارکې ووژل شو

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
يو فراري بندي نن په تخار ولايت کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شو.
په دې نښته کې يو پوليس هم شهيد شو.
دغه بندي د وژنې په جرم په دولس کاله بند محکوم شوى و او اته مياشتې مخکې دتخارله جيل څخه تښتيدلى و او کله چې پوليسو په فرخار ولسوالۍ کې د ده د نيولولپاره د ده په کور بريدکړ؛ ده په مقاومت لاس پورې کړ چې له امله يې ووژل شو.
په دې نښته کې يو پوليس هم شهيد شو.
دتخار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى خليل اصيل باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې د تښتيدلى بندي ورورهم په پوليسو ډزې کړې وې چې د پوليسو له خوا ونيول شو او ترتوقيف لاندې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته