امنیت

دطالبانو يو قاضي له دريو تنو نورو طالبانو سره ونيول شول .

کابل باختر د وږي څلورمه :
دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دپوليسو دځواکونو  په  خاصو عملياتو کې  په دغه ولايت کې  دطالبانو دقاضي په ګډون  څلور تنه  طالبان ونيول .
دهلمند دوالي  وياند عمر ځواک دباختراژانس  خبريال ته وويل:  دغه عمليات تيره شپه  دپوليسو دخاصو ځواکونو له خوا دهلمند ولايت  دګرشک  ولسوالۍ په ګاوبند ساحه کې ترسره شول  چې له امله يې دطالبانو دقاضي ملا نعمت الله  په ګډون  څلور تنه طالبان  ژوندي  ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې په دغو عملياتو کې  دوسله والو طالبانو دډلې  مشهور قوماندان  محمد ابراهيم  له دريو تنو نورو طالبانو سره نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته