(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت سرپرست: د پیاوړي او متوازن ښوونیز نظام په رامنځته کولو کې به له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړو

کابل، د وږي ۲۷مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت سرپرست مولوي جبیب الله آغا نن په خپل کاري دفتر کې د هېواد د شیعه علماوو یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل، چې د پیاوړي او متوازن ښوونیز نظام په رامنځته کولو کې به له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړو.

د یادې کتنې پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست مولوي جبیب الله آغا راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ويې وويل، هغه ملتونه چې د ملي یووالي روحیه لري د هغو په پرتله چې دا نعمت نه لري، آرام او باعزته ژوند لري.

د پوهنې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د ياد وزارت رهبري ژمنه ده، څو د هېواد بچیانو لپاره د پیاوړي او متوازن ښوونیز نظام په رامنځته کولو سره راتلونکی نسل  د پوهنې له نعمت څخه برخمن او په دې لاره کې به له هېڅ راز هڅو څخه درېغ ونه کړي.

ورپسې د شیعه علماوو د شورا مرستيال استاد اکبري په خپلو سیمو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې یو لړ وړاندیزونه او ستونزې د پوهنې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د پوهنې وزارت د پلانونو، پروګرامونو او د ښوونې او روزنې د بهیر د پراختیا په برخه کې یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا