امنیت

طالبانو څلور ملکي وګړي په فارياب کې ووژل

کابل/ د ليندۍ ١٧مه/باختر
په فارياب کې پرون دوه ښځې او دوه سړي د دښمن د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله شهيدان شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند کريم يورش د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د طالبانو د هاوان يوه ګولۍ د بلچراغ ولسوالۍ په مرکزکې د استوګنې پر يوه کور  ولګېده چې له امله يې دوه ښځې او دوه سړي شهيدان شول او دوه ښځې او دوه سړي ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
ختم- سعيده-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته