
کابل، د کب ۲۲مه، باختر
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا زابل ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت د پوهنې نوی رئیس مولوي ګل ولي متقي د دغه ریاست کارکوونکو ته ورمعرفي کړ.
د معرفت په دې مراسمو کې مولوي حبیب الله آغا نوي رئيس ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ په پوهنیزه برخه کې د لا ښه کار هیله وکړه او زیاته یې کړه، چې د پوهنې ریاست ټول کارکوونکي په پوره اخلاص او قوي هوډ ورسره دنده مخته یوسي.
نوموړي د مخکیني رئیس مولوي محمد عثمان حریت په پوهنیزه برخه کې د کارونو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې حریت د پوهنې بهیر د ښه والي په پار په خپله کاري موده کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
ورته مهال د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر تغیير او تبدیل د قانون او نظام اصل وباله او نوموړي د پوهنې د وزارت سرپرست څخه زابل ته په پوهنیزه برخه کې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د زابل لپاره نوي ټاکل شوي رئیس مولوي ګل ولي متقي ډاډ وکړ، چې زابل به د پوهنې په برخه کې پر ځان بسیا کوي او د اساسي پوهنیز جوړښت تر څنګ به د ښوونځیو د زده کوونکو سويې را جوړولو کې هم پوره هڅه کوي.
یاده دې وي، چې د زابل د پوهنې مخکینی رئیس مولوي محمد عثمان حریت د میدان وردګو د پوهني د نوي رئیس او د میدان وردګو مخکینی د پوهنې رئیس مولوي ګل ولي متقي د زابل د پوهنې د نوي رئیس په توګه وټاکل شول.
لمر