خبرونهفرهنګټولنه

په غزني کې د مسلمانانو لومړنی، جومات رغونې ته اړتیا لري

کابل، د غبرګولي  ۷ مه، باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد، وایي چې په غزني کې د مسلمانانو لومړنی جومات چې د حضرت عثمان (رض) په وخت کې جوړ شوی، رغونې ته اړتیا لري. یاد جومات د غزني په زوړ ښار کې موقعیت لري او په یاد ولایت کې د مسلمانانو لومړنی جومات دی. غزني د هېواد یو له لرغونو او تاریخي ولایاتو څخه شمېرل کېږي، چې زیاد شمېر تاریخي آبدې لري. مسوولین وایي چې یو شمېر تاریخي آبدې، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې چې غزني د اسلامي هېوادونو پلازمینه وټاکل شو، رغول شوي؛ خو  يو شمېر نورې  اوس رغونې ته اړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته