
کابل، د غړایي ٦مه، باختر
د پوهني وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا هلمند ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د پوهنې ریاست د رئیس آمرینو او کارمندانو سره وکتل.
د یادې لیدنې پر مهال مولوي حبیب الله اغا وویل، چې د هېواد په کچه د مدرسو او ښوونځیو تر منځ واټن له منځه تللی او ټول زده کوونکي د امن په فضاء کي خپل زده کړې کوي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې هلمند د زده کړو او پوهې په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی.
ورته مهال د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد عوض انصاري نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د پوهنې وزارت د سرپرست له خوا ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
تمه ده چې مولوي حبیب الله اغا به هلمند کې د یو شمېر جهادي مدرسو او ښوونځیو څخه لیدنه وکړي او تر څنګ به یې ددې ولایت د مسوولینو او دیني عالمانو سره وګوري.
لمر