خبرونهTOPښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د یونیسف له مسؤل سره وکتل

کابل باختر

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا د افغانستان لپاره د یونیسف له مسئول محمدایویا(Muhammad Ayoya) او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د پوهنې سرپرست وزیر وویل چې یونیسف کلونه کلونه د افغانستان په تعلیمي ډګر کې زیات خدمتونه ترسره کړي دي چې دمننې او ستاینې وړ دي.
دنوموړي په وینا، ټول نړیوال جهتونه او خیریه بنسټونه چې د افغانستان له تعلیمي نظام سره مرسته کوي اسلامي امارت یې مننه کوي او د هغوی د خدماتو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابروي.
په همدې حال کې د یونیسف مسؤل محمدایویا په افغانستان کې خپلو ترسره شویو فعالیتونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د پوهنې له وزارت سره د یونیسف ملګرتیا به تل پاتې او همېشنۍ وي او هم به نړیوال تمویل کوونکي بنسټونه دې ته هڅوي چې د افغانستان د تعلیمي نظام ملاتړ وکړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا