(PS)خبرونه(PS)سیاستTOP(PS)(PS)ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت مشرتابه او د ټولو ولایتونو د پوهنې رئیسانو له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره وکتل

کابل، د غبرګولي ۱۵ مه، باختر

دپوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا او د ۳۴ ولایتونو د پوهنې رئیسانو په کندهار ولایت کې له عالیقدرامیرالمؤمنین شیخ الحدیث هبة الله آخندزاده حفظه الله سره وکتل.

د دغه کتنې موخه د هېواد په کچه د پوهنې وزارت او په ولايتونو کې د پوهنې رياستونو د لاسته راوړنو په تړاو مشرتابه ته د راپور وړاندې کول وو.

په دغه کتنه کې د ولایتونو د پوهنې رييسانو هر يوه په وار سره د پوهنې په برخه کې د خپلو ولايتونو اصلاحي طرحې، لاسته راوړنې، پرمختګونه او د پوهنې په برخه کې ستونزې، ننګونې او وړانديزونه له عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله سره شريک کړل.

د يادونې وړ ده، چې د دغه کتنې په پای کې ټولو ګډونوالو يو ځل بيا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره بیعت وکړ.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا