خبرونهښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت معين: په تېر يو کال کې  څه نا څه ١٦ زره تنه د آزادې سيالۍ له لارې د دغه وزارت په تشو بستونو کې مقرر شوي دي

– کابل، د زمري٢٥ مه، باختر

د پوهنې وزارت معين مولوي کرامت الله آخند زاده نن ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې په تېر يو کال کې د دغه وزارت د کارونو او لاسته راوړنو        په اړه څرګندونې وکړې.

د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې؛ په دې  پروګرام کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړ شوی و د پوهنې وزارت معين په خپلو خبرو کې وويل چې پوهنه د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د دولت له مهمو بنسټونو څخه ده او زياته پاملرنه ورته کېږي چې د هر اړخيزو روزنيزو  پروګرامونو په طرحه او تدوينولو په مستمر ډول د هغه په بډاينه کې د نړۍ د علمي او تخنيکي غوښتنو او پرمختګونو له په پام کې نيولو سره کار او هلې ځلې کېږي.

نوموړي د پوهنې وزارت د تېر يو کال د کارونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل؛ چې همدا اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ټوليزه توګه د ښوونې او روزنې  ١٦ زره  دولتي او خصوصي بنسټونه فعال دي، چې په هغو کې  څه نا څه لس ميليونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د ١٤٠ زرو ښوونکو له خوا لوست ورکول کېږي چې له دې جملې څخه ٣٨ سلنه يې ښځينه ښوونکي  دي.

دغه راز هغه زياته کړه چې د زده کوونکو ٧،٢ سلنه يې نجونې دي چې له لومړي ټولګي تر شپږم ټولګي پورې په زده کړو بوختې دي.

مولوي آخند زاده څرګنده کړه چې په تېر يو کال کې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د پوهنې وزارت د تدريسي او اداري په ګډون څه نا څه  ١٦ زره تش بستونه اعلام ته سپارل شوي وو، چې په دغو بستونو کې په شرايطو برابر کسان د آزادې سيالۍ له لارې انتخاب او وټاکل شول.

هغه زياته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه وزارت په لسګونو زره تش رسمي بستونه هم اعلام او سيالۍ ته وړاندې شي.

د پوهنې وزارت معين وويل چې په ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزې     د حل کولو په مقصد جدي پروګرامونه ترلاس لاندې دي چې د ٣٧ميليونو کتابونو له جملې څخه ٥٠ سلنه کتابونه چاپ او وېشل شوي دي او يا د وېشلو په حال کي دي او دغه راز د نورو کتابونو چاپول دوام لري چې له چاپولو وروسته به ووېشل شي.

هغه دغه راز د پوهنې وزارت د بېلابېلو برخو د لاسته راوړنو په اړه څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د پوهنې نظام د زيات پرمختګ او ښه والي په لاره کې هلې ځلې کوي او په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې همکارۍ ته اړتيا ده.

دغه راز په دې پروګرام کې د پوهنې وزارت د کيفيت د تضمين د چارو معين مولوي عبدالخالق صادق او د دغه وزارت د خپرونو رييس عزيز احمد ريان د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا