کابل باختر د مرغومي اتمه :
دبغلان ولايت په بڼو ولسوالۍ کې دلسو نيمه ژوره څاګانو په کيندلو سره ددوه سوه پنځوسو کورنيو دڅښاک اوبه برابره شوه .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست دخبري څانګې مسوول محراب الدين ابراهيمي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دبڼو ولسوالۍ په شاکش کلي کې ددغو څاګانو دکيندلو کار د خلکو په لسو ونډې سره دڅه ناڅه درې مليونو اته سوه زرو افغانيو په لګښت بشپړ ا و ګټې اخستنې ته وسپارل شول
دابراهيمي دڅرګندونوله مخې دغه څاګانې دشاکش ،کفتر خانې ، دادودي ، سرباغان فچ ، موشي او خوشدرې په کليو کې کيندل شوي دي .
ختم_ عطاالله_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل