روغتیا

په لغمان ولايت کې د رضاکارانو نړيواله ورځ د وينې په ورکولو سره ونمانځل شوه

کابل– باختر د ليندۍ د مياشتې ١٥
په لغمان ولايت کې د رضاکارانو نړيواله ورځ د وينې په ورکولو سره د يوشمېر چارواکو او لسګونو رضاکارو ځوانانو په ګډون کې ونمانځل شوه.
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
هغه غونډه چې د يادې ورځې په وياړ د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې جوړه شوې وه د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په ګډون سربيره د لغمان د عامې روغتيا رييس، د سويډن کميټې د لغمان ولايتي مسول، د لغمان د ځوانانو چارو لوى مدير او په لسګونو تنو رضاکارو ځوانانو ګډون کړی و.
په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان د پرانستوونکې وينا ترڅنګ په لغمان ولايت کې د رضاکارانو هڅې او فعاليتونه وستايل.
ده وويل: په لغمان ولايت کې فعاله رضاکاره ځوانان تل د اطلاعاتو او  فرهنګ له رياست سره په همغږۍ رضاکار فعاليتونه ترسره کوي، چې له دوی څخه منندوی يم.
ده په رضاکارانو غږ وکړ، چې د سولې په راوستلو، د امنيت  په ټينګښت، د نيشه يي توکو او د کوکنارو د کښت  پر وړاندې رضاکارانه فعاليتونه لا ګړندي کړي.
ده له رضاکارو ځوانانو څخه مننه وکړه چې د دغې ورځې په وياړ د لغمان د عامې روغتيا له روغتون سره د وينې د مرستې قربانۍ ته حاضر شوي دي.
يو تن رضاکاره ځوان احمدالله خيرخواه چې د رضاکارانو په استازيتوب يې خبرې کولی په لغمان ولايت کې د هر راز رضاکاره فعاليتونو د ترسره کولو ډاډ ورکړ.
وروسته د عامې روغتيا روغتون رييس ډاکتر عبدالطيف قيومي، د سويډن کميټې د لغمان ولايتي مسوول ډاکتر حفيظ الله ملنګ او شمېر نورو ويناوالو په وار سره خبرې وکړې او په لغمان کې د رضاکارانو د فعاليتونو ستاينه وکړه.
د غونډې په پای کې ټول ګډونوال د لغمان ولايت د عامې روغتيا روغتون ته ورغلل او د دغې ورځې په وياړ يې شاوخوا (۴۰۰۰) سي سي وينه عامې روغتيا له روغتون سره مرسته وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته