کابل باختر د زمري شلمه
په غزني ولايت کې دماين دچاودنې له امله دوه تنه پوليس ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن غرمه د غزني ښار په مربوطاتو کې وشوه چې دعامه نظم دپوليسو د سپرلۍ موټر په واټ کې په يو ماين وخوت .
دغزني دوالي ويندوى سباوون باختر اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه پوليس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي .
ده وسله وال طالبان د دې ماين ايښودنې مسوول وبلل .
په دې حال کې دغزني ښار دملکي روغتون ډاکتران وايي ددې چاودنې له امله دغه روغتون ته دوه مړي او پنځه ټپيان چې ټول پوليس دي ليږدول شوي دي .
دغو ډاکترانو د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .