امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديارلس تنه نور ونيول شول

کابل باختر  د وږي  ديارلسمه
دافغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهير کې ديارلس تنه ياغي طالبان ووژل شول .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس  ته خبر ورکړ په هغوګډو چاڼيزو  عملياتو کي چې دپوليسو دځواکونو له خوا  په تيرو څلور ويشتو ساعتوکې  دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو  په مقصد د تخار ، کندز ، قندهار ، لوګر ، غزني ، خوست ، فراه او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  ترسره شول ديارلس تنه ياغي طالبان ووژل شول او ديارلس تنه نور ييې ونيول شول او دغه راز ددغو  عملياتو په بهير کې  ددښمن شپږ ميله ډول ډول وسلې چې له پنځلسو ماينونوسره يې يو توغندي ويشتونکي ٣٢ درندي وسلې ، د سپکو وسلو څلور سوه ګولۍ ، شپږ ماينونه اووه سوه نهه کيلو ګرامه  چاوديدونکي توکي او  نور پوځي  تجهيزات او وسايل ، يو موټرسايکل او اته کيلوګرامه نشه يي توکي دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې د ملي پوليسو منسوبينو پرون دګزمي په بهيرکې  يو ماين او ددرندو وسلو  يوولس  سرګلولي دلغمان او بغلان دولايتونو په مربوطاتو  کې کشف  او شنډ کړل .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته