بغداد نيوز نو باختر د سلواغي دمياشتې ١٤ :
دعراق دتکريت په شمال کې دحکومتي مليشو په وړاندې په موټر کې د
ځاى پرځاى شويو بمونو دچاودنې له امله څلور تنه ووژل شول او دولس تنه
نور ټپيان شول .
ديونايتد پرس دخبري آژانس دخبر له مخې : ځانمرګي بريد کوونکي تيره شپه په موټر کې له ځاى پرځاى شويو بمونو سره دالقاميم په سيمې بريد وکړ چې دڅلورو تنو د وژل کيدو او ددولسو تنو نورو د ټپي کيدو سبب شو .
دصلاح الدين ولايت دپوليسو يوه مامور ددغه مطلب په اعلامولو سره زياته کړه
په وژل شويو کسانو او ټپيانو کې ماشومان هم شته.
0 د یوې دقیقې څخه لږ