اقتصاد

په تخارکې د شاتو توليدات زيات شوي دي

کابل/د لیندۍ ۲ مه/ باختر
په تخارکې د شاتو توليدات ٣٠ سلنه زيات شوي دي.
د تخار د کرنې او اوبو لګولو رييس سراج الدين مهربان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغه ولايت کې د شاتوتو ليدات د تېرکال په نسبت ٣٠ سلنه زيات شوي دي.
هغه وويل چې په دغه ولايت کې سږ کال دشاتو توليدات څه دپاسه ١٠٠ ټنو ته رسېدلي دي چې ښه کيفيت لري.
هغه وويل چې د شاتو مچيو روزنه د تخار په رستاق، فرخار، ورسج، دشت قلعه او کلفګان په ولسواليو او د دغه ولايت په مرکز تالقانو ښارکې ترسره کېږي.
هغه څرګنده کړه چې په تخارکې د شاتو مچيو د روزونکو شمېر ٤٠٠ تنو ته رسېږي  چې ٣٠٠ تنه يې د مچانو د روزنې د ټولنو تر چتر لاندې فعاليت کوي او نور يې په انفرادي ډول د مچانو پر روزنه بوخت دي.
هغه د شاتو د توليد د زياتوالي علت د کرنې رياست د تخنيکي سلامشورو دوام په مناسبت اقليم او د خلکو لېوالتيا وبلله او زياته يې کړه چې يو کيلو شات د تخار په بازارونوکې په ٥٠٠ افغانيو او په نورو بازارونوکې له دې څخه په لوړه بيه پلورل  کېږي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو يو تن د تالقانو ښار له هټيوالو څخه د باج اخيستنې په تور ونيو.
پر دغه سړي تور لګول شوى دى چې له پوځي جامو څخه په استفادې سره له هټيوالو څخه په باج اخيستنې لاس پورې کاوه.
ختم – ج-اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته