کابل باختر د تلي دولسمه :
د ډار اچوونکو د ډلې ديوه جکپوړي قوماندان په ګډون اته تنه ډار اچوونکي په لغمان ولايت کې له امنيتي مامورانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د مهترلام ښار ته څېرمه په څو امنيتي پوستو بريد وکړ.
د لغمان ولايت دامنيې قوماندانۍ درسنيو دفتر باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند اته تنه يرغلګر ووژل شول .
ويل کيږي چې دجګړې په پايله کې دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ