(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

د پکتيا برېښنا رياست تېر کال ۲۰۰ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي

۷- کابل، د غوایي ۲۶مه، باختر

د پکتيا د برېښنا رياست مسوولين وايي چې تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې يې ۲۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې د وړم کال په پرتله څو برابره زياتوالی ښيي.

د دغه ولايت د برېښنا رئيس مولوي سيد انور شاه باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وويل، چې ياد شمېر عوايد يې د برېښنا پېرېدونکو بېلونو، د مېترونو وېش او نورو درکونو څخه راټول او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.

ورته مهال د دغه ولایت د برېښنا پيرېدونکي بيا وايي چې د پخوا په پرتله په دې ولايت کې د برېښنا پرچاوی ستونزه حل شوې خو يو شمېر بيا د برېښنا لوړو بېلونو شکايت لري، د دوی په وينا د برېښنا لګښت يې کم خو بېلونه یې لوړ راځي.

خو د برېښنا ریاست مسوولين بيا وايي چې د برېښنا بېلونه د پېرېدونکو لګښت او مېتر کې ثبت شوې اندازې ته په کتو ليکل کېږي.

ځلاند، ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا