فرهنګ

پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په هېوادکې دګرځندوى په پراختياټينګار وکړ

کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
د اطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت سرپرستې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي نن په کابل کې د روسيې د تاتارستان له هيئت سره په کتنه کې د ګرځندوى د پراختيا په باب خبرې وکړې.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
په دې کتنه کې په کابل کې د فدراتيفې روسيې د علم او فرهنګ د کور رييس ويچيسلاوف ميخايلويچ او د روسيې د تاتارستان ولايت د اسلامي ټولنې هيئت د اړوندو فرهنګي او اسلامي پروګرامونو په اړوند معلومات ورکړل او افغانستان ته د روسي ګرځندويانو د سفر لپاره د مناسبې زمينې د برابرولو  او د سياحتي ساحو  د کتنې، روسي سياحانو ته د ويزې د اخيستلو د بهير  د آسانولو، د دواړو هېوادونو په تېره بيا د مسلمانانو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او دغه راز په فرهنګي او اسلامي پروګرامونوکې د دواړو هېوادونو د هيئتونو د ګډون په باب خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل او د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه يې وکړه.
دوى څرګنده کړه چې په روسيه کې ١٥٠ ميليونه تنه ژوند کوي چې له دې جملې څخه ٣٠ ميليونه تنه يې مسلمانان دي او دغه راز په دغه هېوادکې١٥٠٠ جوماتونه شته .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې له افغانستان سره په تېره بيا د کابل پوليتخنيک ودانۍ، د علم او فرهنګ د کور او په افغانستان کې د يوشمېر نورو تاسيساتو د جوړولو په خاطر د روسيې د همکاريو يادونه وکړه او ويې ويل چې افغانستان هم په حانګړې توګه  په فرهنګي برخه کې له دغه هېواد سره د دوستانه اړيکو د ټينګښت غوښتنه کوي.
پوهنيارې مصطفوي د ګرځندوى په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکو ته د تحصيلي او روزنيزو دورو د برابرولو، دفرهنګي مناسباتو او په تېره بيا د ګرځندوى په برخه کې د اړيکو د پراختيا په اړوند ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې افغانستان ګرځندويانو ته ښکلې تاريخي او د ليدنې وړ ساحې لري، لکه د باميانو ولايت او يوشمېر نورې سياحتي ساحې چې په دغو سيموکې امنيت هم  ټينګ دى.
دغه راز په دې کتنه کې موافقه وشوه چې په راتلوونکې کې د دواړو هېوادونو د اړوندو مسوولانو ترمنځ د ګرحندوى په برخه کې د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته