
کابل، د مرغومی۲۷ مه، باختر
د پکتيا د مستوفيت مسوولين وايي، چې د اسلامي امارت له بریا څخه تر دې دمه یې ۴۴۸ ميليونه ۵۷۸ زره او ۴۷ افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د پکتيا مستوفي مولوي منصورالحق ذاکر باختر آژانس سره په ځانګړې مرکې کې وويل، چې يوازې د روان ۱۴۰۱ کال له پيله تر دې مهاله يې ۱۷۳ ميليونه ۲۸۸ زره ۷۳۴ افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
مولوي ذاکر وویل، چې دغه عوايد يې د دولتي املاکو د کرايو، توليدي، ساختماني او تجارتي شرکتونو له مالياتو، هوټلونو، روغتیايي مراکزو، د اصنافو، تېلو پمپونو، رهنمايي معاملاتو او مختلفو عايداتي سرچينو له درکه راټول کړي دي.
هغه وویل، چې روان کال کې وزارت ورته د ۴۴۵ ميليونه ۸۶۲ زره افغانیو عوايدو ټولو هدف ورکړی و چې د دغه ولايت عايداتي وضعيت ته په کتو لوړ ګڼل کېږي.
نوموړی د ماليې او عوايدو راټولو په اړه ولس ته د پوره شفافيت ډاډ ورکړ او زياته یې کړه، چې له دولتي بوديجې څخه د اضافي لګښتونو مخنيوی هم شوی دی.
ځلاند،ص