امنیت

په غور ولايت دپوليسو په پوستو دوسله والو طالبانو بريد ناکام شو .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دفيروز کوه ښار په مربوطاتو کې په امنيتي پوستو دياغې طالبانو په بريد کې دوى ته دسرزيات زيان اوښتى دى .
دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبي  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه تيره شپه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دفيروز کوه ښار په مربوطاتو کې په امنيتي پوستو دبريد نيت درلود چې دپوستې  دپوليسو دځواکونو له مقاومت  سره مخامخ شول او دهغوى ترمنځ دجګړې سبب شو .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې: په دې بريد کې وسله وال طالبان په شاتګ ته اړ شول او دغه راز هغوى ته دسر زيات زيان اوښتى دى .
ويل کيږي  په دې نښته کې دپوليسو دوه تنه سرتيرى برسيرن ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته